پي ډي ايم اے د خېبر پښتونخوا غريزوسيمو کښې د ګليشيئرز ويلي کيدو الرټ جاري کړيدې،بيان کښې وئيلي شوي چې ګليشيئرز ويلي کيدو لوجې درجه حرارت سيوا کيدو امکان دې، دې حوالې سره پي ډي ايم اے د چترال، دير،سوات اوکوهستان انتظاميې ته د وړاندې نه اقدامات پورته کولواوسيلګروته دغريزوعلاقوسيل کولو نه ډډه کولو هدايت شويدې، بلخوا موسمياتومحکمې وئيلي چې د يکم جولائي نه د پشکال بارانونه شروع کيدو امکان دې .
پيښور: پراونشل ډيزاسټر ميجمنټ اتهارټي يعنې پي ډي ايم اے خېبر پښتونخوا د صوبې بالائي ضلعو کښې درجه حرات سيوا کيدو او سخت ګرم موسم لوجې تيزۍ سره ګليشيرز ويلي کيدو انديښنه څرګند کړې ده ۔
پي ډي ايم اے وئيلي دي چې دې لړ کښې اپر لور چترال ، سوات ، اپر او لوئر دير،کوهستان او د مانسهرې ضعلي انتظاميې ته د پيشګي اقداماتو لپاره هدايت هم جاري کړې شويدي ۔
پي ډي ايم اے مخکښې وئيلي دي چې حساس ګليشيائي سيمو کښې متعلقه ضعلې انتظاميې ته هائي الرټ اوسيدو او مسلسل نګراني کولو سره سره سيلګرو ته د غريزو سيمو طرف ته رګ نه ډډي کولو هدايات هم جاري شويدي ۔
پي ډي ايم اے دا هم وئيلي دي چې دې حوالې سره ريسکيو ادارو، مشينري او هنګامي عملې ته هم په وخت چمتو اوسيدو او وړاندې نه اقدامات پورته تاکيد هم شويدې ۔

