سرښار اسلام آباد، خيبر پښتونخوا، پنجاب ، د ملک بعضې نورو علاقو او افغانستان کښې د زلزلې جهټکي محسوس شوي، د زلزلې جهټکې سوات، مردان، مانسهره، شانګله، دير، تورغر او د ملک نورو علاقو کښې محسوس شويدي، زلزله پيما مرکز مطابق ريکټر سکيل باندې د زلزلې شدت پنځه اعشاريه نهه ريکارډ شويدې، زلزلې لوجې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ اجلاس هم لږ ساعت ته ځنډولې شوې وو ۔
د خېبرپښتونخوا مختلفو سيمو ملاکنډ ، مانسهره ، تور غر ، او پېښور سره سره سرښار اسلام آباد کښې هم د زلزلې جهټکې محسوس شوې ۔
ملاکنډ، نوښار ، شبقدر، مردان ، دير ، لنډى کوتل ، سرګودها، جهلم ، اټک او نور يو شمير ښارونو کښې د زلزلې جهټکې محسوس شوي دي ۔
د زلزلې جهټکې د پنجاب مختلفو سيمو او د ملک ګنړشمير علاقو کښې محسوس شويدي، په ريکټر سکيل د زلزلې شدت پنځه اعشاريه نهه ريکارډ کړې شوېدې ۔
د زلزلې وروستو دفترونو او کورونو کښې خلق د ويرې نه بهر راوتي او د کلمه طيبه ورد ئې کولو ۔
بلخوا افغانستان کښې هم د زلزلې جهټکې محسوس شوي چې شدت ئې په ريکټر سکيل شپږ ريکارډ کړې شوې دې ۔

