د بلوچستان مستونګ او خاران سيمو کښې سيکيورټي فورسز کارروائي کړې ده، آئي ايس پي آر وئيلي چې کاروائۍ کښې اتۀ ترهه ګر وژلي شوي، دغه ترهه ګرو کښې يو خودکش حمله آور هم شامل وو،وژلي شوي ترهه ګرو ولقې نه درنه مقدار وسله او ګوله بارود ترلاسه شويدي ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې د بلوچستان خاران او مستونګ ضلعو کښې دوه آپريشنې شوي دي
آئي ايس پي آر وئيلي چې اولنې آپريشن خاران کښې شوې ،چرته چې کاروائۍ دوران درې ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شوي او ګنړ شمير ژوبل شوي دي ۔
آئي ايس پي آر ترمخه دوئم آپريشن مستونګ کښې د خودکش بمبار موجودګۍ په اطلاع آپريشن شوې چې پکښې خودکش بمبار پشمول پنځه ترهه ګر وژلي شويدي ۔
آئي ايس پي آر مخکښې وئيلي دي چې دوژلي شوي ترهه ګرو د ولقې نه وسله ، ګوله بارود ، آئي اي ډيز او موټړ سائيکلې بترلاسه شوېدي ۔
آئي ايس پي آر دا هم وئيلي چې سيمو کښې د نورو ترهه ګرو ممکنه موجودګې خاتمې لپاره لټوني عمليات روان دي، ټول ملک نه به د ترهه ګرۍ خاتمه کولې شي ۔

