وفاقي حکومت راتلونکي جمعې ورځې پورې د پټروليم مصنوعاتو نرخ برقرار ساتلو اعلان کړې دې، دې حوالې سره پټروليم ډويژن نوټي فکيشن هم جاري کړېدې ۔
اسلام آباد: پټروليم ډويژن له لوري جاري نوټي فکيشن کښې وئيلي شوي چې راتلونکي جمعې ورځې پورې د پټروليم مصنوعاتو نرخ برقرار ساتلو فيصله شويده ۔
د پټروليم ډويژن اعلاميه کښې وئيلي شوي چې د پټرول نرخ به في لټر دوه سوه، نهه نوي روپۍ او پنځوس پيسې قيمت باندې يوې هفتې پورې برقرار وي ۔
اعلاميې ترمخه د ډيزل قيمت به هم د لټر په سر درې سوه، يوولس روپۍ او اووۀ څلويښت پيسې برقرار وي ، دا قيمتونه به راتلونکې يوې هفتې پورې برقرار وي ۔

