د کوز جنوبي وزیرستان په ګل کچ سيمه کښې دوه ډلو تر مينځ ډزې شوي، پوليس چارواکو وئيلي چې د ډزو پيښه کښې پنځه کسان پحق رسيدلي او دوه نور سخت ژوبل شويدي ۔
د کوز جنوبي وزيرستان ضلعي پوليس چارواکو وئيلي چې ګل کچ سيمه کښې د زمکې په لانجه دوه ډلو ترمينځ ډزې شويدي ۔
ضلعي پوليس مشر مطابق د ډزو پيښه کښې پنځه کسان پحق رسيدلي او دوه نور سخت ژوبل شوي دي ۔
پوليس ترمخه ژوبل کسان هسپتال ته رسولې شوي، او د پيښې نورې پلټنې پيل کړې شويدي ۔

