ګلګت بلتستان انتخاباتولپاره د ټکټونو په تقسيم د پي ټي آئي او اتحادي جماعتونو ترمينځ اختلافات رامخې ته شويدي، ذرائعو وئيلي چې دې لړ کښې د تحريک انصاف د پي کے ميپ او ايم ډبليوايم سره جدا جدا رابطې شوي، ،ولې مشترکه اميدواران اودرولو او د ټکټونو په تقسيم د دوي مينځ کښې اتفاق نۀ دې شوې،ذرائعو ترمخه پي ټي آئي قائدينو اتفاق نۀ کيدو وجه د ايم ډبليو ايم مذهبي بنيادونو باندې ووټ ګرځولې دې ۔
ذرائعو وئيلي چې د پاکستان تحريک انصاف قيادت د ټولو وړمبې دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په انتخابي نشان د ګلګت بلتستان انتخاباتو کښې برخه اخستو لپاره محمودخان اچکزئۍ سره رابطه کړې ولې د ذرائعو مطابق محمودخان اچکزئۍ د پي ټي آئي رجسټريشن مسائل لوجې د خپلې پارټۍ قائدين پيښور ته ليږلي وو ۔
د پي کے ميپ قيادت پيښور کښې د پي ټي آئي مرکزي قيادت سره ملاقات کړې ولې د خالد خورشيد سره مشاورت کښې پي ټي آئي قائدين د پي کے ميپ په انتخابي نشان انتخابات کښې برخه اخستو نه انکار کړې ۔
ذرائعو مخکښې وئيلي چې ايم ډبليو ايم هم پي ټي آئي ته ګلګت بلتستان کښې د اتحاد پيشکش کړې، وئيلي کيږي چې اپوزيشن ليډر سينيټر علامه راجه ناصر عباس په شپاړس نشستونو د اتحاد وړانديز کړې ولې د پي ټي آئي قيادت د ايم ډبليو په انتخابي نښه اليکشن کښې د برخه اخستو څخه انکار کړيدې ۔
بلخوا ذرائع وائي چي علامه راجه ناصر عباس د پي ټي آئي خالد خورشيد ته د جلسې وينا کړې وه ولې د خالد خورشيد وينا وه چې جلسې لپاره پارټۍ سره فنډز نيشته ۔
ذرائعو دا هم وئيلي دي چي پي ټي آئي قيادت ايم ډبليو ايم سره اتفاق نۀ کولو وجه په مذهبي بنيادونو ووټ ګرځولې دې ۔

