پنډۍ کرکټ سټيډيم کښې د اولني ون ډے ميچ لوبولو نه پس د پاکستان او آسټريليا کرکټ ټيمونه لاهور ته رسيدلي دي، دواړو ټيمونو ترمينځ به د سيريز دوئم او دريم ميچ قذافي سټيډيم کښې لوبيږي ، ميچ نه وړاندې به د دواړو ټيمونو لوبغاړي نېټ پريکټس هم کوي ۔
تيره ورځ پنډۍ کښې لوبيدلې ميچ کښې قامي ټيم په پنځه وکټو وکټو آسټريليا ته شکست ورکړې وو او د درې ميچونو سيريز کښې ئې يو صفر سره برتري ترلاسه کړې وه ۔
اولني ون ډے ميچ کښې آسټريليا ګټې لپاره پاکستان ته د دوه سوه، يو رنز هدف ورکړې وو، کوم چې پاکستان پنځه وکټو په زيان آسانۍ سره پورا کړې وو ۔
خپل اولني ميچ کښې پنځه وکټې اخستو باندې عرفات منهاس د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شوې وې ۔
د ون ډے سيريز دوئم او دريم ميچ لوبولو لپاره د دواړو ټيمونو لوبغاړي لاهور ته رسيدلي دي ۔
پاکستان او آسټريليا ترمينځ به دوئم ون ډے ميچ په دوئم جون او آخري او دريم ميچ به په څلورم جون قذافي سټيډيم کښې لوبيږي ۔

