د توانائۍ وفاقي وزير اويس لغاري وئيلي دي چې دوه سوه يونټ نه کم بجلي خرچ کونکي صارفنيو ته به د سبسډي ورکولو سلسله جاري وي، د صارفينو بجلۍ ميټرې به کيو آر کوډ سره تړلې شي، او د دې کوډ په بنياد به د سبسډي ورکولو فيصله کولې شي ۔
اسلام آباد کښې خبري غونډې ته وينا کښې د توانائۍ وفاقي وزير اويس لغاري وئيلي دي چې توانائي وزيراويس لغاري وئيلي دي چې دوه سوه يونټ پورې بجلې استعمالونکو صارفينو ته به سبسډي جاري وي ۔
وفاقي وزير اووئيل چې سبسډې لاندې يو خاص رقم بلونو کښې جمع کيږي،د شل لکه کسانو شناختي کارډ د لارې بجلۍ ميټر لنک کړې شوي ۔
اويس لغاري اووئيل چې ګهريلو صارفينو بلونو کښې شپاړس فيصده او پروټيکټډ صارفينو بلونو کښې دوه ديرش فيصده کمي کړې شوې ۔
اويس لغاري مخکښې وئيلي چې آزاد کشمير صارفينو لپاره پينځه څلويښت فيصده بجلې قيمتونه راکم کړې شويدي ۔

