چمن پهاټک باندې کوئټه کينټ نه راتلونکي شټل ټرين سره نيزدې چاودنه شوې، د بلوچستان حکومت ترجمان تصديق کړې چې چاؤدنه کښي درې ايف اهلکارانو پشمول څوارلس کسان شهيدان شوي او شل نه زيات ژوبل شويدي ۔
کوئټه نه چمن ته راتلونکي شټل ټرين باندې چمن پهاټک سره نيزدې زوردار چاؤدنه شوې ده، چاودنه کښې څوارلس کسان شهيدان شوي، چې پکښې درې ايف اهلکاران هم شامل دي ۔
د وزيراعلیٰ بلوچستان ترجمان شاهد رندخپل بيان کښې تصديق کړې چې چاؤدنه کښې درې ايف سي اهلکارو پشمول څوارلس کسان شهيد شويدي،او يو شمير نور ژوبل شويدي ۔
د صوبائي حکومت ترجمان مخکښې وئيلي چې د چاودنې لوجې نيزدې ودانو او ګاډو ته هم په لويه پيمانه نقصان رسيدلې دې ۔
عيني شاهدينو وئيلي چې چاؤدنې لوجې د انجن پشمول دري کوچز د پټلې نه خويدلې او الټه شوي وو، چاؤدنه ډېره زوره وره وه چې ورسره سيمه کښي موجود خلقو کښې ويره ترههخوره شويده ۔
بلخوا صدر مملکت آصف علي زرداري او وزيراعظم چمن چاودنه د ترهه ګرو بزدلانه کارروائي ګرځولې او چاؤدنې لوجې شوي ځاني زيان باندې ئې د افسوس اظهار کړېدې ۔

