د ايران او امريکې ترمينځ شخړه ختمولو او امن لوظنامې لپاره د پاکستان سفارتي کوششونه جاري دي، دې لړ کښې فيلډ مارشل او داخله وزير محسن نقوي د ايران په دوره دي، په دې موقع سي ډي ايف د ايران خارجه وزير عباس عراقچي سره اهم ملاقات کړې چې پکښې ايران امريکې کشيدګۍ خاتمې په معامله خبرې شويدي ۔
فيلډ مارشل عاصم منير د ايران او امريکې ترمينځ سولې لپاره د ايران په دوره دې ، فيلډ مارشل عاصم منير تهران کښې ايراني خارجه وزير عباس عراقچي سره اهم ملاقات کړې دې ۔
د ايران سرکاري ميډېا خپل رپورټ کښې وئيلي چې ملاقات پر مهال دواړو مشرانو د ايران او امريکې تاؤ تريخوالې کمولو لپاره په سفارتي هلو ځلو د خيالاتو بدلون کړېدې ۔
د ايران سرکاري ميډيا وئيلي چې دواړو مشرانو ترمينځ ملاقات کښې د ايران او امريکې ترمينځ تاؤ تريخوالي مخنيوي او روانه شخړه ختمولو لپاره په سفارتي ګامونو خبرې شويدي ۔
آئي ايس پي آر مطابق د ايران او امريکي ترمينځ ثالثۍ کوششونو په سلسله کښې فيلډ مارشل عاصم منير د تيره شپه تهران ته رسيدلې وو ۔
د ايران سرکاري ميډيا ترمخه فيلډ مارشل عاصم منير به د ايران نور اهم شخصياتو سره هم ليدۀ کاتۀ کوي، داخله وزير مځسن نقوي هم ايران کښې موجود دې او اهم ملاقاتونه ئې کړېدي ۔

