پاکستان په سعودي عرب کښې شوې ډرون حملې په سختو ټکو کښې غندنه کړې او دا ئې د بين الاقوامي قوانين سنګين خلاف ورزي ګرځولې ده، خارجه دفتر ترجمان وئيلي چې دغه حملې نه صرف د سعودي عرب خودمختارۍ سنګين خلاف ورزي ده، بلکه منطقه کښې د امن و استحکام ته نقصان رسولو کوشش هم دې، بلخوا خبري ادارے وئيلي چې پاکستان باهمي دفاعي معاهدې لاندې سعودي عرب کښې په لوئې تعداد کښې فوجي، جنګي الوتکې او فضائي دفاعي نظام تعينات کړې ۔
اسلام آباد: خارجه دفتر ترجمان خپل بيان کښې وئيلي چې پاکستان په اوولسمه مئي سعودي عرب کښې شوي ډرون حملو په سختو ټکو کښې غندنه کوي، پاکستان د سعودي عرب خودمختارۍ او علاقائي سالميت خلاف څه قسمه اقدام ناقابل قبول ګنړي ۔
ترجمان اووئيل چې دا حملې نه صرف د سعودي عرب خودمختارۍ سنګين خلاف ورزي ده، بلکه منطقه کښې د امن او استحکام ته نقصان رسولو کوشش هم دې ۔
ترجمان زياته کړې چې پاکستاني حکومت او عوام دغه نازک وخت کښې سعودي عرب سره مکمل يوالې اظهار کوي، پاکستان د سعودي عرب سلامتيا، امن او خوشحالۍ لپاره خپل غير متزلزل حمايت اعاده کوي ۔
بلخوا يوې بهر ملکي خبري ادارې وئيلي دي چې پاکستان د باهمي دفاعي معاهدې لاندې سعودي عرب کښې په لوئې تعداد کښې فوجي، جنګي الوتکې او فضائي دفاعي نظام تعينات کړېدې ۔
د بهر ملکي خبري ادارې رپورټ کښې وئيلي شوي چې سعودي عرب يا پاکستان لخوا دغه پرمختګ هيڅ باضابطه تصديق نۀ دې شوې ۔

