باجوړ تهانه لوئې سم حدود کښې په يو کور مبينه ډرون حمله شوېده، مبينه ډرون حمله کښې شپږ کسان ژوبل شوي دي ۔
پوليس مطابق مبينه ډرون حمله د باجوړ تهانه لوئې سم حدود اينزرے خټو خوړ سيمه کښې مخې ته راغلې، چې پکښې زنانؤ پشمول شپږ کسان ژوبل شويدي ۔
پوليس مطابق ژوبل کسانو کښې دوه نارينه او څلور زنانه شامل دي، ژوبل کسان ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال خار ته رسولې شويدي ۔
هسپتال سرچينو وئيلي دي چې د ژوبل کسانو حالت د خطرې نه بهر دې او د دوي نور علاج جاري دې ۔

