اسلام آباد مذاکراتو کښې د ايراني وفد مشري کونکې د ايران پارليمان سپيکر باقر قاليباف مثبت او تاريخي کردار ادا کولو باندې د پاکستان شکريه ادا کړې او وئيلي دي چې پاکستان دا مذاکراتي عمل آسان جوړولو کښې اهم کردار لوبولې، باقر قاليباف پاکستاني حکومت او اولس ته سلام هم وړاندې کړې، او وئيلي دي چې امريکه د ايراني وفد اعتماد ترلاسه کولو کښې ناکامه شويدې ۔
اسلام آباد کښې امريکې سره شوي مذاکراتو نه پس خپل بيان کښې د ايراني پارليمان سپيکر باقر قاليباف وئيلي چې ايران نيک نيتۍ سره مذاکراتو کښې برخه اخستې ده ۔
باقر قاليباف بهترين ميزبانۍ او زبردست سفارتي کوشوونو باندې د پاکستاني ځحکومت او اولس شکريه هم ادا کړېده ۔
هغۀ اووئيل چې امريکې سره د تير دوه جنګونو د تجربې وروستو مونږ مخالف فريق باندې بهروسه نۀ کوؤ ۔
د باق قاليباف وينا وه چې مذاکراتو کښې ايراني وفد مستقبل لپاره اقدامات کړې، ولې مخالف وفد د ايران اعتماد باندې پورا کيدو کښې ناکامه شويدې ۔
د ايراني وفد مشر زياته کړې چې مذاکراتو دوران امريکې د ايران منطق او اصولو باندې ځان پوهه کړېدې، اوس وخت راغلې چې امريکه زمونږ اعتماد حاصل کړي ۔
د هغۀ وينا وه چې ايران د نوي ملين خلقو ملک دې ،څوک به چې د خپل ملک دفاع لپاره هر وخت ځان تيار ساتي ۔

