وفاقي وزيرداخله محسن نقوي او د امريکې سفيرې نيټلي بيکر ترمينځ ملاقات شوې، چې پکښې مشرق وسطې صورتحال او اسلام آباد مذاکراتو باندې د خيالاتو بدلون شوې، ملاقات کښې د جنګ بندې هرکلې او د پاکستان مضبوط سفارتي کردار ستائلې شوې ۔
اسلام آباد کښې د وفاقي وزيرداخله محسن نقوي او امريکائي سفيرې نيټلي بيکر ترمينځ اهم ملاقات شوې چې پکښې د اسلام آباد مذاکراتو انتظاماتو بشمول مختلف امورو باندې د خيالاتو بدلون شوې ۔
ملاقات دوران مشرق وسطې صورتحال باندې هم خبرې اترې شوې، دې دوران د امريکې او ايران ترمينځ د جنګ بندې هرکلې شوې او پاکستان فعال سفارتي کردار ستائلې شوې ۔
وزيرداخله محسن نقوي وئيلي دي چې نائب امريکې صدر جے ډي وينس، نمائنده خصوصي سټيو وټکوف او جيرډ کشنر زمونږ ميلمانۀ دي، د ټولو غيرملکي ميلمانو سيکيورټي يقيني کوؤلو لپاره جامع سيکيورټي پلان ترتيب شوې ۔
امريکائي سفيرې نيټلي بيکر د پاکستان مخلصانه کوششونو ستائنه هم کړې ۔

