د امريکې او ايران ترمينځ جنګ بندۍ کښي مرکزي کردار اداکولو باندې په نړيوال کچ د وزيراعظم شهبازشريف او فيلډ مارشل عاصم منير ستائنه شويده، د وزيراعظم اپيل په ايکس ويب پاڼه باندې صرف څلويښت منټ کښې لس لکه خلقو کتلې او خوښ کړې وو، نړيوالې ميډيا هم د وزيراعظم شهبازشريف د سفارتي کوششونو ستائنه کړې ،وائټ هاؤس هم د وزيراعظم باندې فوري ردعمل ورکړې وو ۔
وزيراعظم شهبازشريف سماجي ويب پاڼه ايکس باندې امريکې ته په ايران د نورو حملو شروع کولو مهلت کښې د دوه هفتو توسيع کولو او ايران نه پنځلس ورځو لپاره د آبنائے هرمز کولاؤلو اپيل کړې وو ۔
بلخوا فيلډ مارشل عاصم منير هم امريکائي صدر سره د جنګ بندۍ په معامله خبرې کړې وې ۔
ايکس باندې د وزيراعظم شهبازشريف اپيل څلويښت منټه کښې لس لکه نه سيوا خلقو کتلې وو او د دې اپيل ستائنه ئې هم کړې وه ۔
د وزيراعظم اپيل باندې نه صرف د امريکې فوري ردعمل راغلې بلکه وائټ هاؤس کښې په دې اپيل صدر ډونلډ ټرمپ ته بريفنګ هم ورکړې شوې وو او بيا د امريکې او ايران ترمينځ جنګ بندي شويده ۔
د وزيراعظم شهبازشريف د جنګ بندۍ اپيل نړيوالې ميډيا هم ستائلې بلکه نيغ په نيغه ئې پرې خپرونې هم کړي، چې لوجې ئې مشرق وسطي کښې جنګ بندي يقيني شويده ۔

