پاکستان په سعودي عرب د ايران حملو باندې تشويش څرګند کړې او وئيلي دي چې د ايران حملې د سعودي عرب سلامتيا او خپلواکۍ خلاف دي، د خارجه دفتر ترجمان وئيلي چې پاکستان په سعودي عرب کښې د ايراني حملو په سختو ټکو کښې مذمت کوي، پاکستان په دې مشکل وخت کښې سعودي حکومت او اولس سره د مکمل يو والي څرګندونه هم کړېده ۔
اسلام آباد: د خارجه دفتر ترجمان خپل بيان کښې وئيلي چې پاکستان د سعودي عرب مشرقي علاقوکښې د ايران د ميزائل او ډرون حملو په سختو ټکو کښې غندنه کوي ۔
خارجه دفتر وئيلي چې د ايران دغه حملو کښې شوي ځاني او مالي زيان تشويشناک دې، او دا حملې د سعودي عرب د خپلواکۍ او سلامتيا خلاف ورزي ده ۔
ترجمان وئيلي چې داسې حملو سره به منطقه کښې اړې ګړې نور هم سيوا شي، پاکستان سعودي حکومت او اولس سره په دې مشکل وخت کښې کلک ولاړ دې ۔

