د خېبر پښتونخوا مختلفو سيمو، اسلام آباد، ګلګت بلتستان، کشمير او پنجاب يو شمير ښارونو کښې زلزله راغلې ده، زلزله پيما مرکز ترمخه د زلزلې شدت شپږ اعشاريه درې ريکارډ شوې دې ۔
اسلام آباد: زلزله پيما مرکز وئيلي چې سرښار اسلام آباد، پنډۍ، د پنجاب مختلفو ښارونو ، پيښور، چترال، دير، چارسده، پيښور، مردان، کاټلنګ، ايبټ آباد، مانسهره، هري پور، کوهاټ، هنګو او نور يو شمير ښارونو کښې د زلزلې تيزې جهټکې محسوس شويدي ۔
زلزله پيما مرکز وئيلي چې ريکټر سکيل باندې د زلزلې شدت شپږ اعشاريه درې ريکارډ شوې ،د زلزلې ژوروالې يوسل نوي کلوميټر د زمکې ددنه او مرکز ئې کوه هندوکش افغانستان وو ۔
زلزلې لوجې د ملک مختلفو لوئې وړو ښارونو کښې خلقو کښې ويره ترهه خوره شوې، خلق د کورونو او دفترونو څخه بهر راوتي وو او د کلمه طيبه ورد ئې کولو ۔
د زلزلې جهټکې ګلګت بلتستان، کشمير او د پنجاب مختلفو سيمو کښې هم ريکارډ شوې دې، او خلقو کښې ويره ترهه خوره شوې ده ۔

