ترجمان دفتر خارجه تصديق کړې چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمينځ د چين په ارومچي ښار کښې مذاکرات جاري دي، مذاکراتو لپاره د وفد ليږلو مقصد افغانستان لخوا ترهه ګري بندول دي، مشرق وسطې صورتحال په اړه د ترجمان وينا وه چې په خطه کښې جاري کړکيچ خطرناک دې، مذاکرات او سفارتکاري د شخړو يواځنې حل دې ۔
اسلام آباد: دفتر خارجه کښې هفته وار بريفنګ پرمهال ترجمان طاهر حسين اندرابي مطالبه کړې چې افغان طالبان دې د ترهه ګرو خلاف کلک اقدامات پورتا کړي، پاکستان چرې هم د مذاکراتو څخه تښتيدلې نۀ دې، دې لړ کښې ئې د چين سره معاملات روان دي ۔
د هغۀ وينا وه چې وزيرخارجه اسحاق ډار د چيني هم منصب په دعوت د چين دوره کړې، په دې موقع پاکستان او چين د امريکې او ايران ترمينځ جنګ خاتمې لپاره پنځه نکاتي ايجنډا وړاندې کړې ۔
ترجمان مخکښې اوئيل چې په اويشتم مارچ وزيرخارجه اسحاق ډار د ترکيه، مصر او چيني وزرائے خارجه سره رابطه کړې وه ،ددې نه علاوه هغۀ د يو اين سيکرټري جنرل، قطري، انډونيشين او ايراني خارجه وزيرانو سره هم تماس نيولې وؤ ۔
طاهر اندرابي اوئيل چې د خالي په ورځ اسلام آباد کښې د مشرق وسطې امن متعلق فعال سفارتکاري جاري وه، چې پکښې د پاکستان، مصر، ترکيه او سعودي وزرائے خارجه ګډون کړې وؤ ۔

