ايران باندې د اسرائيل او امريکې حملې په دريويشتمه ورځ کښې داخل شوې،د اسرائيل په عراد او ديمونا ښارونو د ايران ميزائيلو حملو کښې شپږ تنه وژلي شوي او يونيم سل کسان ژوبل شويدي،په اسرائيل د ايران دا د ټولو لويه حمله وه، ايراني حملو نه پس اسرائيل کښې تعليمي ادارې بند کړې شويدي ۔
ايران ، اسرائيل او امريکې ترمينځ جنګ کښې نور شدت راغلې، که يو خوا په ايران د اسرائيل او امريکې حملې جاري دي نو بلخوا ايران هم خپله دفاع کښې حملې تيزې کړېدي ۔
بهرملکي خبري ادارو مطابق ايراني فرورسز د اسرائيل مختلفو ښارونو عراد او ديمونا باندې ميزائل حملې کړې چې پکښې يو شمير ودانې تباده شويدي ۔
رپورټونو مطابق ايراني ميزائل حملو کښې د اسرائيل شپږ کسان مړۀ شوي او يو سل پنځوس نه زيات سخت ژوبل شويدي ۔
بلخوا د ايران حملو لوجې اسرائيل کښې تعليمي ادارې مکمل تړلې شوي او طالبعلمانو ته کورونو کښې پاتې کيدو هدايات هم شويدي ،بلخوا ايران بحر هند کښې د حملې کولو ترديد کړېدې ۔

