ايران ۔ اسرائيل جنګ کښې نور هم شدت راغلې دے، ايران په وړومبې ځل د ملټي وار هيډ ميزائيلو استعمال کړې او د اسرائيل حيفا ښار آئيل ريفائنري باندې ئي حمله کړې چې ورسره د بجلۍ فراهمي معطل شويده،په ايران د حملو لوجې د شهيدانو شميره درې زره دوه سوؤ ته رسيدلي ده بلخوا سعودي دفاع وزارت مشرقي برخه کښې د ايران دوه ډرونز تباه کولو دعوي کړيده ۔
د ايران او اسرائيل ترمينځ جنګ په يويشتمه ورځ هم جاري،د فريقينو په حملو کښې شدت راغلې دے، ايران د اسرائيل په حيفا آئل ريفائنري حملې کړې چې لوجې ئې خواؤ شا علاقو ته د بجلي سپلائي معطل شوي وه ۔
خليجي ملکونو کښې امريکني اډو باندې هم د ايران ډرونز او ميزائيلو حملې جاري دي او د سعودي عرب دفاع وزارت مشرقي علاقه کښې د ايران دوه نور ډرونز د راغورځولو دعوي کړيده ۔
پاسداران انقلاب د امريکې ايف تهرټي فائيو الوتکه راغورځولې ده او د دې ويډيو ئې هم جاري کړيده،د امريکې سينټ کام دعوي کړيده چې په تهران د حملو دوران د زمکنې نه زمکې پورې هدف په نښه کونکي ميزائيلو کارخانه تباه کړي شويده ۔
د بشري حقونو نړيوال تنظيم ترمخه روان جنګ دوران ايران کښې د مړه شوؤ کسانو شميره درې زره دوه سوؤ ته رسيدلي ده ۔
بلخوا د متحده قامونو جنرل سيکټري انتونيو ګوټريس يو وارې بيا د ايران او اسرائيل نه مطالبه کړې چې په فوري توګه دې جنګ بندي وکړي،انتونيو ګوټريس د ايران ته اپيل کړې چې خليجي ملکونو باندې دې خپلې حملې بند کړي ۔

