د ايراني سپريم ليډر آيت الله خامنه اي د شهادت وروستو کراچې کښې مشتعل مظاهرچيان د امريکې قونصل خانې ته ورننوتو کوشش کړې، جهړپونو دوران لس مظاهرچيان پحق رسيدلي او پينځه ديرش ژوبل شوي، مړي او ژوبل کسان سول او جناح هسپتال ته منتقل کړې شوي، پوليس وائي چې مظاهرچيانو د امريکې په قونصل خانے پتهراؤ کړې، پوليسو او رينجرز د آنسو ګيس استعمال کړې او مظاهرچيان ئې منتشر کړي ۔
پوليس مطابق کراچۍ کښې د ايم ټي خان روډ باندې مشتعل مظاهرچيانو د امريکې قونصل خانې ته داخلېدو کوشش کړې دې ۔
دے دوران ډزې شوېدې، چې پکښې لس کسان پحق رسېدلي او پينځه ديرش ژوبل شويدي، مړي او ژوبل کسان د سول او جناح هسپتال ته رسولي شويدي ۔
پوليسو د مظاهرچيانو منتشر کولو لپاره آنسو ګيس استعمال کړېدې، په جواب کښې مظاهرچيانو هم په پوليس پتهراؤ کړېدې، مشتعل مظاهرچيانو د سلطان آباد کښې د ټريفک پوليس چوکې او يو موټرسائيکل سوزولې دې ۔
پوليس او رينجرز مظاهرچيان د امريکې قونصل خانې نه پشه کړېدي، لاهور، پيښور پشمول د ملک نورو ښارونو کښې هم مظاهرچيانو احتجاج کړېدې ۔

