امريکه او اسرائيل په باقاعده توګه په ايران حملې کړي،چې پکښې تهران کښې مختلف مقامات په نښه کړې شوي، حملو کښې تر دې دمه د هلاکتونو اصل تعداد مخې ته نۀ دې راغلې، بلخوا ايران هم په اسرائيل حملې پيل کړي، بلخوا جوابې کارروائي کښې ايران د مشرق وسطیٰ کښې امريکې اډے په نښه کړې، بحرين، قطر، کويت او متحده عرب امارات کښې ايران د امريکې په اډو ميزائل دغلي،ولې د سعودي عرب سرښار رياض کښې هم چاؤدنه اورېدلې شوې ۔
غيرملکي ميډيا مطابق اسرائيل او امريکې په ايران حمله کړې، چې پکښې د ايران شمالي برخه په نښه کړې شويده، ددې نه علاوه د تهران مشرقي برخو کښې هم حملې شوي ۔
غيرملکي ميډيا مطابق حمله کښې د تهران مهرآباد ائيرپورټ هم په نښه کړې شويدې، ددې نه علاوه سيستان، قم، کرج او کرمان شاه او تبريز کښې هم د حملو اطلاعات مخې ته راغلي دي ۔
بلخوا جوابې کارروائي کښې ايران د مشرق وسطیٰ کښې امريکې اډے په نښه کړې، بحرين، قطر، کويت او متحده عرب امارات کښې ايران د امريکې په اډو ميزائل دغلي،ولې د سعودي عرب سرښار رياض کښې هم چاؤدنه اورېدلې شوې ۔
يو اے اي چارواکي وائي چې ابوظهبې کښې په يو رهائشي علاقه کښې د ميزائلو ملبه راغورځېدو سره مالي نقصان شوې او يو ايشيائي نژاد کس مړ شوې ۔
عرب ميډيا ترمخه ايران د يو اے اي کښې د الدفرا ايئربيس، بحرين کښې بحري ايئربيس په نښه کولو تصديق کړېدې ۔
يو اے اي سرکاري خبري ايجنسې مطابق ايراني ميزائل حملې کښې يو کس مړ شويدې، ولې يو اے اي يو شمير د ايراني ميزائل ودرولي دي ۔
متحده عرب امارات دفاع وزارت وائي چې ايران حمله د قامي خودمختارې او د نړيوال قانون کهلاؤ خلاف ورزي ده، متحده عرب امارات د دې جارحيت جواب ورکولو مکمل حق محفوظ لري ۔
د سعودي عرب ښار رياض کښې هم چاؤدنې اوريدلې شويدي، د دبئي مارينه علاقه کښې هم چاؤدنه شوېده، سعودي عرب د خليجې رياستونو باندې د ايراني حملو غندنه کړېده، وائي چې ايران د مشرق وسطي ملکونو خودمختارې خلاف ورزي کوي ۔
سعودي خارجه وزارت وئيلي دي چې ايران لخوا په بحرين، کويت، يو اے اي، قطر او اردن باندې د ايراني حملي افسوسناکې دي، ايران د خليجي ملکونو په خودمختارې حمله کړېده ۔
تر دې وړاندې ايراني خارجه وزير عباس عراقچي د عراقي هم منصب سره خبرو کښي اوئيل چې ايران به خپله دفاع جاري ساتي، ايران به ردعمل کښې د خطې کښې امريکې ټولې فوجي اډے په نښه کوي ۔
پاسداران انقلاب وائي چې ميزائلو او ډرونز بحرين کښې د امريکي بحريه پنځم بيړے هيډکوارټر، قطر او يو اے اي کښې نور امريکې اډو سره سره اسرائيل کښې فوجي او سيکيورټي مراکز په نښه کړېدي ۔

