وزير اعظم شهباز شريف د بنګله ديش نيشلسټ پارټۍ سربراه طارق رحمان سره په ټيليفون رابطه کړې ، او هغۀ ته ئې په انتخابي کاميابي اومبارکي ورکړې ده ، په دې موقع وزير اعظم شهبازشريف د بي اين پي سربراه ته د پاکستان دورې بلنه هم ورکړيده ۔
اسلام آباد: وزيراعظم هاؤس لخوا جاري اعلاميې مطابق بنګله ديش کښې عام انتخاباتو کښې کاميابۍ وروستو وزيراعظم شهبازشريف د بي اين پي سربراه طارق رحمان سره ټيليفونک رابطه کړې ده ۔
وزير اعظم شهباز شريف د پاکستان او بنګله ديش ترمينځ تاريخي او برادرانه اړيکو قائم ساتلو عزم څرګند کړې ، او وئيلي دي چې دوه اړخيزه مرستې نور زياتولو لپاره به په يو ځائې کار کو و ۔
وزير اعظم زياته کړې چې پاکستان د منطقې امن ، استحکام او پرمختګ لپاره بنګله ديش سره همکارۍ زياتول غواړي ، دې سلسله کښې به د يو بل خپلواکۍ ، برابري او احترام مکمل خيال ساتلې شي ۔
وزير اعظم طمع څرګند کړې چې دواړو ملکونو اړيکې به مستحکم کيږي ، وزير اعظم شهباز شريف طارق رحمان ته د پاکستان دورې بلنه هم ورکړيده ۔

