متحده عرب امارات په اصولي توګه د پاکستان لپاره دوه ارب ډالر ډيپازټ کښې دوه مياشتو توسيع باندې رضامندي ښودلې، حکومتي سرچيني وائي چې د حاليه پرمختګ تحت به د دوه ارب ډالر رول اوور اولسم اپريل پورې وي ۔
اسلام آباد: د وزارت خزانه سرچينو وئيلي چې د متحده عرب امارات لخوا د ډيپازټ توسيع فيصله د پاکستان او اماراتي چارواکو د رابطو وروستو شويده ۔
سرکاري چارواکي وائي چې يو اے اي د ډيپازټ مختصر مدت رول اوور باندې شپږ اعشاريه پنځه فيصد سود هم لګوؤلې دې ۔
سرکاري چارواکي زياتوي چې د يو اے اي لخوا حاليه فيصله به د پاکستان او آئي ايم ايف راتلونکي مذاکراتو لپاره فائده مند ثابت شي ۔
دا فيصله په داسې وخت کښې شوې چې پۀ وروستي رول اوور کښې صرف څلور ورځې پاتې دې ۔

