سپريم کورټ د پي ټي آئي باني د سترګو معائينې کولو او دې لپاره د ډاکټرانو ټيم مقرر کولو هدايت کړېدې، عدالت د پي ټي آئي باني سره د هغه د بچو خبرې کولو هدايت هم کړې ،عدالت دا دواړه اقدامات د ګل د ورځې نه مخکښې مخکښې کولو امر کړې، د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ سهيل آفريدي هم د کيس سماعت دوران عدالت کښې موجود وو
اسلام آباد: چيف جسټس يحيیٰ آفريدي په مشرۍ کښې دوه کسيزه بنچ د پي ټي آئي باني صحت په معامله کيس سماعت کړې دې ۔
سپريم کورټ د پي ټي آئي باني د سترګو د معائينې کولو او دې لپاره د هغۀ په خوښه ډاکټرانو ټيم مقررکولو هدايت کړې دے ۔
عدالت د باني پي ټي آئي خپلو بچو سره خبرې کولو هدايت هم کړې، عدالت دا دواړه اقدامات د ګل د ورځې نه مخکښې مخکښې کولو حکم جاری کړېدې ۔
په دی موقع اټارني جنرل عدالت ته وئيلي چې صحت سهولت فراهم کول د ریاست ذمه واري ده، که چرې قيدي مطمئن نۀ وي نو رياست به هر ممکن اقدامات کوي ۔
چيف جسټس ريمارکس ورکړي چې حکومت ډير ښه موډ کښې دې او چيف جسټس وکيل سلمان صفدر تعريف هم کړې دې ۔
سلمان صفدر اووئيل چې صحت متعلق بيان د عدالت امانت وو، ما خپل کور ودانې سره هيڅ قسم ذکر نۀ دې کړې، میډیا کښې کولو خو ډيره لرې خبره ده، د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ سهيل آفريدي هم د کيس سماعت دوران عدالت کښې موجود وو ۔

