د بونیرنه مرکزي بازار سواړۍ تورګټ کښې د سيمنټو د دوکان چهت راپرېوتې چې پکښې دوه کسان مړۀ او دوه سخت ژوبل شوي دي ۔
بونير: د پیښې اطلاع میلاویدو سره ریسکیو ډبل ون ډبل ټو ټیم،مقامي پولیس او ټریفک پولیس د پیښې ځائې ته رسیدلي وو او په امدادي کارروائۍ کښې ئې شريکه برخه اخستې وه ۔
په مړو کسانو کښې د سلطان وس پیربابا اوسیدونکې سعید او د کلپاني اوسیدونکې ګل ریز شامل دي، پيښه کښې د کړپې اوسیدونکې عباس او دویم نامعلوم تن ژوبل شويدي ۔
ريکسيو ټيم ژوبل شوي کسان د بونير هسپتال ته منتقل کړې شوي دي ۔

