د جنوبي وزیرستان لوئر شکئۍ سیمه کښې نامعلومو وسله والو ډزې کړې چې پکښې پوليس کانسټیبل زاهد وزیر شهيد شويدې، ډزو کښې د شهيد اهلکار پلار او ورور هم سخت ژوبل شويدي ۔
جنوبي وزيرستان لوئر: ژوبل کسان د علاج لپاره نيزدې هسپتال ته منتقل کړې شوي ، د دوي حالت د خطرې نه بهر ښودلې کیږي ۔
د علاقې سیاسي او سماجی خلقو دغه پېښه په سختو ټکو کښې غندلې ده او د حکومت نه ئې په علاقه کښې د امنيت صورتحال ښۀ کولو لپاره د سخت اقداماتو غوښتنه کړې ده ۔
د پېښې وروستو پولیس او امنیتي ادارې سیمې ته رسېدلي، سیمه ئې ولقه کښې اخستې او د ډزو کښې ککړ ملزمانو خلاف ئې کاروائي هم شروع کړېده ۔

