د خېبر پښتونخوا او بلوچستان پشمول د ملک لوئې وړو ښارونو کښې پاکستان تحريک انصاف په کال جزوي هړتال کيږي، کوئټه کښي دفعه يوسل څلور څلويښتم نافذ ده ، انتظاميه خبردارې ورکړې چې هړتال او په زور دکانونو بندولو به سخت ايکشن اخستې شي ، بلخوا کوئټه ځينو علاقو کښې پې ټي آئي احتجاج کړې ۔
پيښور، نوښار، کوهاټ ، بنو او بعضې نورو سيمو کښې د پي ټي آئي په کال جزوي هړتال کيږي، د مردان کاټلنګ تحصيل کښې ټول مارکيټونه کولاؤ دي ۔
د کاټلنګ بازار تاجرانو د هړتال نه د لا تعلقۍ اظهار کړې او وئيلي دي چې ګراني دومره سيوا ده چې مونږ خپل دکانونه نشو بندولې ۔
بلخوا کوئټې انتظامئي اعلاميې ترمخه ښار کښې دفعه يو سل څلور څلويښتم نفاذ لوجې پهيه جام هړتال ، شټرډاون او په زور دکانونو بندولو اجازت نيشته ، سړک بندول يا په څه قسمه احتجاج مکمل پابندي لګولې شويده ۔
انتظاميې زياته کړې چې خلاف وزري کونکو خلقو ، منتظمينو او سهولت کارو خلاف به قانون حرکت کښې راځي ، شر خورونکي عناصر به د تهري ايم پي او لاندې نيولې شي او خلاف به ئې سخته کاروائي کولې شي ۔
د عامو خلقو تحفط او امن و مان بحالۍ لپاره انتظاميه چمتو ده ، اولس دې ضلعي انتظاميې سره مرسته اوکړي
بلخوا کوئټه کښې د پي ټي آئي په کال ځينو علاقو کښې احتجاج شوې ۔

