امريکائي صدرډونلډ ټرمپ د وينزويلا د صدر د ګرفتارۍ تصويران ميډيا ته په ډاګه کړي، او وئيلي دي چې امريکائي فوج وينزويلا کښې د تاريخ يو کامياب آپريشن کړې او نکولس مادورو ئې د يوې قلعې نه نيولې دې، صدر ټرمپ وئيلي چې د نوې حکومت جوړېدو پورې به امريکه د وينزويلا معاملات چلوي، صدر مادورو د خپل اقتدار لپاره د خپل ملک خلق وژلي او اوس به ورسره د قانون مطابق معاملاه کولې شي ۔
واشنګټن کښې خبري غونډې ته وينا کښې د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي چې امريکائي فوج زما په هدايت وينزويلا کښې کاميابه کاروائي کړې ، او د وينزويلا صدر ئې د يوې قلعې څخه نيولې دې ۔
صدر ټرمپ اووئيل چې مادورو د اقتدار لپاره وينزويلا کښې خلق وژلي،نوې حکومت راتلو پورې به د وينزويلا معاملات امريکه چلوي ، صدر مادورو سره به د قانون مطابق سلوک کولې شي ۔
امريکائي صدر وينا وه چې امريکې په موجوده دور کښې هاغه هر څه ترلاسه کړې چې په تاريخ کښې هيچا هم نه دي حاصل کړې ،نکولس مادورو به د منشيات فروشو مرستې کولې ۔
امريکائي صدر اعلان کړې چې امريکه په وينز ويلا باندې يوې بلې حملې ته هم تياره ده ، د امريکې د تيل کمپنۍ به وينزويلا ته ځي او نوې حکومت جوړيدو پورې به د وينزويلا ټول معاملات سنبهالوي ۔

