د وينزويلا په سرښار کرا کاس په مختلف علاقو د امريکې ميزائيلو حملې،امريکني صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې وينزويلا کاروائي کاميابه وه،صدر او د هغه کور ودانې ګرفتار کړې شوي اود ملک نه ويستلي شويدي، د صدر بيان ترمخه دا حملې د امريکې قانون نافذ کونکي ادارو مشترکه کاروائي وه ۔
د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ تصديق کړې چې امريکائي فضائي فورسز وينزويلا کښې په مختلفو علاقو کښې حملې کړې او ميزائلې ئې داغلي دي ۔
امريکني صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې وينزويلا کښې کاروائي کاميابه وه، او کاروائۍ نه پس د ويزويلا صدر او د هغه کور ودانه ګرفتار کړې شوي دي ۔
صدر ټرمپ وينا مطابق د وينزويلا صدر د ملک نه ويستلي شوي، دا حملې د امريکې قانون نافذ کونکي ادارو مشترکه کارروائي وه ۔
خبري ايجنسو رپورټونو کښې وئيلي شوي چې د امريکې حملو نه پس وينزويلا کښې بجلي غائبه شوې او آسمان لوګو کښې پټ شوې ۔
رپورټس کښې وئيلي شوي چې د امريکې حملو کښې د وينزويلا دفاع وزير ولادي مير پيډرينو لوپيز کور په نښه کړې شوې، او دې نه پس دفاع وزير سره رابطه هم نۀ کيږي ۔

