ايبټ آبادکښې د ډاکټر ورده مشتاق قتل کيس تحقيقاتي لپاره قائم مشترکه تحقيقاتي ټيم خپل رپورټ خېبر پښتونخوا حکومت ته پيش کړېدې، رپورټ کښې وئيلي شوي چې ردا نومې زنانه د ډاکټر ورده د قتل مرکزي ملزمه ده، رپورټ کښې د ټولو ملزمانو او هغوي ته د سزا ورکولو تعين هم شويدې ۔
ايبټ آباد کښې بے دردۍ سره قتل شوې د ډاکټر ورده مشتاق پيښي پلټنو لپاره قائم جے آئي ټي خپل رپورټ کښې وئيلي چې تحقيقاتي ټيم خپله ذه واري پورا کړې ، اوس دې صوبائي حکومت خپلې ذمه وارۍ پورا کړي ۔
د جے آئي ټي رکن اسحاق ذکريا ايډوکيټ وئيلي دي چې د ډاکټر ورده قتل مرکزي ملزمه ردا ده، او شمعريز د دې پيښې اجراتي قاتل وو ۔
جے آئي رپورټ مطابق مرکزي ملزمه ردا، د هغې خاوند وحيد بلا د وژلې شوې ملزم شمعريز سره رابطه کښې وو ۔
بلخوا د ايبټ آباد ډاکټرانو مطالبه کړې چې صوبائي حکومت دې د جے آئي ټي په رپورټ فوري عمل درآمد اوکړي ۔

