تير کال دوران ټوله نړۍ کښې يو سل اتۀ ويشت خبريالان قتل شويدي، انټرنيشنل فيډريشن آف جرنلسټس وئيلي چې دوه زره پنځه ويشتم کښې ټولو نه زيات صحافيان مشرقِ وسطیٰ کښې قتل شوي، رپورټ ترمخه دې دوران غزه کښې شپږ پنځوس صحافيان د خپلو ذمه وارو دوران په نښه کړې شوي دي ۔
انټرنيشنل فيډريشن آف جرنلسټس دوه زره پنځه ويشتم کښې فرائض دوران د ټولې نړۍ د صحافيانو په نښه کولو رپورټ جاري کړېدې ۔
د آئي ايف جے سيکريټري جنرل وئيلي چې دوه زره پنځه ويشتم د تير کلونو مقابله کښې صحافيانو لپاره خطرناک کال ګرځيدلې دې ۔
رپورټ کښې وئيلي شوي چې تير کال کښې د نړۍ مختلفو ملکونو کښې يو سل ، اتۀ ويشت صحافيان د فرائض ادائيګۍ دوران قتل شويدي ۔
دې کال دوران صرف غزه کښې شپږ پنځوس صحافيان د خپلو ډيوټو دوران مختلفو پيښو کښې قتل شوي ۔
رپورټ ترمخه صحافيان ټولو نه زيات مشرقِ وسطیٰ کښې کښې په نښۀ شوي چې پکښې غزه سره سره يمن، يوکرين، سوډان او نورو ملکونه شامل دي ۔
رپورټ کښې دا هم وئيلي چې تير کال کښې نړۍ کښې پنځه سوه ، دري ديرش صحافيان جيلونو کښې قيد دي، او ټولو نه زيات چين کښې يو سل ، دري څلويښت صحافيان قيد کړې شويدي ۔

