د باجوړ په خار تحصيل کښې سيکيورټي فورسز کامياب آپريشن کړې، چې پکښې پنځه ترهه ګر وژلي شويدي، آئي ايس پي آر وئيلي چې آپريشن دوران ترهه ګرو سره د ډزو تبادله کښې د پاک فوج ميجر عديل زمان شهيد شويدې، وژلي شوي ترهه ګرو ولقې نه وسله او ګوله بارود هم ترلاسه شويدي، آئي ايس پي آر ترمخه وژلي شوي ترهه ګر سيکيورټي اهلکارانو او عام خلقو خلاف کاروائيانو کښې ککړ وو ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې سيکيورټې فورسز د باجوړ په خار تحصيل کښې په خفيه اطلاع کامياب آپريشن کړېدې ۔
آئي ايس پي آر مطابق آپريشن د ترهه ګر موجودګۍ په اطلاع شوې، چې پکښې د سيکيورټي فورسز مؤثره کاروائۍ دوران پنځه ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شوي دي ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې وژلي شوي ترهه ګرو قبضې نه وسله او ګوله بارود هم برآمد شوي ، او دوي د سيکيورټي اهلکارانو او عام خلقو خلاف مختلفو کاروائيانو کښې ککړ وو ۔
آئي ايس پي آر مطابق دهشت ګردو سره مقابلې دوران ميجر عديل زمان شهيد شوې ،ميجر عديل د خپل ټيم قيادت کولو او د وطن لپاره ئې د خپل ځان قرباني ورکړيده ۔
آئي ايس پي آر وينا ده چې سيکيورټي فورسز سيمه د ترهه ګرو نه خالي کولو لپاره کليئرنس آپريشن شروع کړې دې ۔
وفاقي ايپکس کميټې لطرفه نيشنل ايکشن پلان لاندې منظور شوې وژن ، عزم استحکام سيکيورټي فورسز او قانون نافذ کونکي ادارو بغير د څه تفريق نه د دهشت ګردۍ ختمون لپاره مهم جاري ساتلې ۔

