پاکستان وئيلي دي چې بهارت کښې د کرسمس په موقع د اقلیتونو خلاف توړپهوړ او تشدد ډېر د تشویش وړ دي، ترجمان طاهر اندرابي مطابق دا پېښې د ریاستي سرپرستۍ لاندې شوي او پاکستان ئې سخت غندنه کوي ۔
اسلام آباد: ترجمان دفتر خارجه وئيلي دي چې بهارت کښې عیسائي ورورولي او مسلمانان مسلسل په نښه کيږي، د مسلمانانو کورونه نړول کېږي او د دې عملونو له امله په اقلیتونو کښې د وېرې احساس زیات شويدي ۔
هغه اووئیل چې نړیواله ټولنه باید د دې پېښو نوټس واخلي او په هند کښې د اقلیتونو د بنیادي حقونو د تحفظ د پاره عملي ګامونه پورته کړي ۔
ياده دې وي چې بهارتي ميډيا خپل رپورټونو کښې وئيلي وو چې په پنځه ويشتم دسمبر د هيواد مختلفو علاقو کښې د کرسمس دستورو په موقع اقليتونو باندې هندو شرخوښو حملې کړې وې او د مسيحي ورورولۍ لخوا سنګار شوې ځايونه ئې خراب کړي وو ۔

