د ملاکنډ پُل څوکۍ علاقه کښې په سوات ايکسپريس وے تيزرفتار فلائنګ کوچ د پُل نه پريوتو نتيجه کښې څلور کسان پحق رسيدلي او دولس سخت ژوبل شوي دي ۔
سوات: افسوسناکه پيښه د ضلع ملاکنډ پُل څوکۍ علاقه کښې هاغه وخت رامخې ته شوې کله چې يو بدقسمته فلائنګ کوچ د صوابۍ نه مينګوره سوات ته روان وو ۔
ريسکيو چارواکو وئيلي چې د پُل څوکۍ پُل سره ګاډې د ډرائيور نه بے قابو شوې او ژورې کندې ته پريوتو ۔
ټريفکي پيښه کښې څلور کسان پحق رسيدلي او دولس نور کسان سخت ژوبل شوي دي ۔
اطلاع ميلاويدو سره سم د ليويز او ريسکيو امدادي ټيمونه د پيښې ځائې ته رسيدلي او ژوبل کسان ئې د بټ خيله ډي ايچ کيو هسپتال ته منتقل کړيدي ۔
هسپتال سرچينو وئيلي چې څلور کسانو حالت تشويشناک ښودلې کيږي څوک چې د مزيد علاج لپاره د پيښور هسپتال ته منتقل کړې شويدي ۔

