د بلوچستان په پنجګور سيمه کښې سيکيورټي فورسز کاروائي کړې ،آئي ايس پي آر وئيلي چې آپريشن کښې څلور ترهه ګر وژلي شوي، وژلي شوي ترهه ګرو قبضې نه وسله، ګوله بارود او چاوديدونکي مواد ترلاسه شوي او دوي د ترهه ګرۍ مختلفو پيښو کښې ککړ وو ۔
آئي ايس پي آر طرف نه جاري شوې بيان کښې وئيلي شوي چې سيکيورټي فورسز د بلوچستان په پنجګور سيمه کښې خفيه اطلاع باندې کاميابه کاروائي کړېده ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې کاروائۍ دوران څلور ترهه ګر وژلي شوي، څوک چې د ترهه ګرۍ مختلفو وارداتونو کښې سيکيورټي ادارو ته مطلوب وو ۔
وژلي شوي ترهه ګرو قبضې نه وسله، ګوله بارود او چاوديدونکي مواد هم ترلاسه شويدي ۔
آئي ايس پي آر مطابق سيمه کښې د نور ترهه ګرو ممکنه موجودګۍ خاتمې لپاره آپريشن جاري دې ، ملک نه به د ترهه ګرو او د هغوي سهولت کارو مکمل خاتمه کولې شي ۔

