ټانک کښې د فيډرل کانسټيبلري په چيک پوسټ ترهه ګرو حمله کړې ، حمله کښې د ايف سي حوالدار شهيد شوې او نور څلور اهلکاران سخت ژوبل شويدي ۔
ټانک: مقامي ذرائعو ترمخه بهيټني علاقه کښې په ايف سي زام چيک پوسټ ترهه ګرو حمله کړې ، پيښه د شپې په وخت رامخې ته شوې ده ۔
ذرائعو وئيلي دي چې حمله کښې د فيډرل کانسټبلري حوالدار شهيد شوې او نور څلور اهلکاران سخت ژوبل شوي ، څوک چېهسپتال ته منتقل کړې شويدي ۔
ياده دې وي چې ټانک هم د خېبر پښتونخوا هاغه ضلعو کښې شامله ده کومه چې د ترهه ګرۍ نه زياته متاثره ده ، زياتره حملې په امنيي اهلکارو کيږي ۔

