د پاکستان انټيلي جنس ادارو اهمه کاروائي کړې او د نړيوال ترهه ګر تنظيم داعش خراسان ډلې ترجمان سلطان عزيز اعظام ئې نيولې دې، ذرائعو وئيلي چې دغه ترهه ګر پاک افغان پولې باندې يوې کاروائۍ دوران نيولې شوې، ذرائعو ترمخه سلطان عزيز د ترهه ګر ډلې ترجمان او آفيشل ميډيا ونګ العظائم فاؤنډيشن باني وو ۔
سيکيورټي ذرائعو وئيلي دي چې پاک افغان پوله باندې د پاکستان انټيلي جنس ادارو په خفيه اطلاع کاميابه کاروائي کړې او د داعش خراسان ترجمان سلطان عزيز اعظام نيولې شويدې ۔
ذرائعو ترمخه سلطان عزيز د ترهه ګر ډلې ترجمان او آفيشل ميډيا ونګ العظائم فاؤنډيشن باني وو ۔
ذرائعو ترمخه دغه فاؤنډيشن د خراسان بهرتي او پروپيګنډې هلو ځلو مرکزي تنظيم وو،اهم ګرفتارۍ سره د داعش خراسان ميډيا سرګرميانې هم معطل شويدي ۔
بلخوا د متحده قامونو ايناليټيکل سپورټ اينډ سينکشنز مانيټرنګ ټيم يو رپورټ کښې د داعش خراسان ترجمان د ګرفتارۍ تصديق شويدې ۔
رپورټ کښې وئيلي شوي چې د سلطان عزيز اعظام نيولو سره د داعش خراسان تنظيمي ډهانچه په نړيوال کچ کمزورې شويده، او د حملو يوشمير منصوبې هم ناکامه کړې شويدي ۔

