روس د پاکستان د افغانستان او بهارت سره شخړې ختموؤلو لپاره د ثالثې وړانديز کړې، اسلام آباد کښې د روس سفير البرټ خوريف علاقائي سلامتيا او افغانستان صورتحال باندې د انديښنو څرګندونه کړې ۔
اسلام آباد کښې انسټي ټيوټ آف سټريټيجک سټيډيز يو تقريب ته پاکستان کښې تعينات د روس سفير البرټ خوريف وينا کړې او وئيلي دي چې روس د پاکستان افغانستان او پاکستان بهارت ترمينځ د شخړو حل لپاره د ثالث کردار ادا کوؤلو ته تيار دې ۔
روسي سفير وئيلي دي چې جنوبي ايشيا هيوادونو ترمينځ کشيدګي د بيروني قوتونو لوجې سيوا کيږي، روس د علاقائي امن لپاره د ترهه ګرو خلاف اقداماتو حمايت کوي ۔
البرټ خوريف وينا وه چې روس پاکستان ته د يو اهم علاقائي شراکت دار په توګه ګوري، او داچې پاکستان د صدر پوټن ګريټر يوريشن ويژن تحت اهم حيثت لري ۔

