صدر آصف علي زرداري سره وزيراعظم شهبازشريف اهم ملاقات کړې، په دې موقع دواړو مشرانو اسلام آباد کښې د خودکش حملې په سختو ټکو کښې غندنه کړې، صدر مملکت او وزيراعظم ترمينځ پاکستان کښې د ترهه ګرو مکمل خاتمې پورې کاروائيانې پورا قوت سره جاري ساتلو باندې اتفاق شويدې ۔
ايوان صدر اسلام آباد کښې صدر مملکت آصف علي زرداري سره وزيراعطم شهبازشريف ملاقات کړې، دواړو مشرانو د سرښار جوډيشل کمپليکس باندې د خودکش حملې په سختو ټکو کښې مذمت کړېدې ۔
صدر مملکت او وزيراعظم د ملک سيکيورټي او سياسي صورتحال، اووۀ ويشتم ترميم په معاملو خبرې شويدي ۔
دواړو مشرانو په دې خبره هم اتفاق کړې چې ملک نه به د ترهه ګرو ټول سهولت کارو خاتمې پورې کاروائيانې جاري ساتلي شي ۔

