د خېبر پښتونخوا او پخوانې فاټا بهادر خلقو د افغانستان خاورې نه ترهه ګر حملو په سختو ټکو کښې غندنه کړې، خلق د افغانستان لطرفه د ترهه ګر حملو خلاف يو مټهي شوي، وائي چې افغانانو ته پاکستان حيثيت، ځائې او خوراک ورکړې، بيا ئي هم په پاکستان حمله کړې ۔
د خېبر پښتونخوا او فاټا بهادر عوام د افغانستان ترهه ګر حملو په سختو ټکو کښې غندنه کړېده، شمالي او جنوبي وزيرستان، دير، کوهاټ او د خېبرپښتونخوا نورو علاقو خلقو د پاک فوج سره يوالې اظهار کړېدې ۔
د خېبر پښتونخوا خلک وائي چې افغانان بهارت سره ميلاؤ شويدي، افغانانو ته پاکستان حيثيت، ځائے او خوراک ورکړېدې بيا ئي هم په پاکستان حمله کړيده، دوي فوج، پوليس او نورو ادارو سره جنګ کوي، افغانان ځان سره زيادتې کوي، ولې چې پاکستان يو ايټمي ملک دې ۔
خلقو دا هم اوئيل چې پاک فضائيه او پاک فوج انتهائي مضبوط دي، پاکستاني حکومت او قام په افغانانو ډير احسانات دي،افغان حکومت دې د ترهه ګرو اډے بند کړي، کۀ چرې افغانان بهارت سره مرستې کوي، نو دوي مسلمانان نه بلکه د پاکستان دښمنان دي ۔