د پيښور د ارمړو په علاقه کښې د پوليسو او د اشتهاري ملزمانو په مينځ کښې ډزې شويدي، د اشتهاري ملزمانو د ډزو په نتيجه کښې د ارمړو ايس ايچ او ارشاد عمر خان ژوبل شويدې،ژوبل شوې ايس ايچ او هسپتال ته منتقل کړې شوې دې ۔
پيښور: د ارمړ ايس ايچ او ارشادعمر خان سره د نورو پوليسو نفرۍ په سنګين مقدماتو کښې مطلوب ملزمانو باندې چهاپه وهلې ده او دې دوران د پوليس او اشتهاري ملزمانو ترمينځ ډزې شويدي ۔
د چهاپې پرمهال اشتهاري ملزمانو په پوليس پارټۍ ډزې کړي، د اشتهاري ملزمانو د ډزو په نتيجه کښې ايس ايچ او ارشاد عمر خان ژوبل شوېدې ۔
ژوبل شوے ايس ايچ او علاج لپاره ايل آر ايچ ته منتقل کړې شوېدې، د ايل آر ايچ ذرائع وائي چې د ژوبل ايس ايچ او آپريشن شوې او حالت ئې د خطرې نه بهر دې ۔
بل طرف ته پوليس د ارمړو په علاقه کښې سرچ آپريشن او د ملزمانو تلاش شروع کړې دې ۔