ټانک ګل امام کلي کښې حکومتي امن کمېټۍ او وسله والو ترمينځ ډزې شوي ،ډزو کښې د امن کميټۍ دوه غړي پحق رسيدلي ، او دوه ژوبل شوي دي ۔
ټانک: د پولیس د سرچینو په وینا تېره شپه د ګل امام پولیس سټیشن په حدودو کښې د ګل امام کلي ته نيزدې د حکومتي امن کمېټې او نامعلومو وسله والو کسانو ترمينځ سخته انښته وشوه ۔
ډزو کښې د حکومتي امن کمېټې دوه کسان قتل شوي او دوه نور ژوبل شول، مړي او ژوبل کسان ہسپتال ته لیږل شوي دي ۔
د پولیس او امنیتي ځواکونو یوه ډله سیمې ته رسيدلي او پلټنې ئې شروع کړي دي ۔