پاک افواج د هر قسمه نوې جارحيت صورت کښې بهارت ته نور سخت جواب ورکولو اعلان کړې،اووئيلي دي چې جنوبي ايشيا کښې بدامنۍ اصل ذه وار بهارت دې،د پاک فوج ترجمان وئيلي چې د بهارت غير ذمه دارانه بيانات جارحيت لپاره نوې بهانې لټوي،ترجمان د بهارت سيکيورټي اسټيبلشمنټ اشتعال انګيز او په جهالت آميز بيانات د تشويش څرګندونه کړې،او وئيلي دي چې داسې بيانات د منطقې امن او استحکام لپاره د سنګين نتائج سبب جوړيديشي،داسې بيانونودې نه وړاندې هم دوه ايټمي طاقتونه يو بل سره جنګ ته مخامخ کړي دي ۔
د بهارتي سیکيورټې اسټيبليمنټ په بيان د پاک فوج اطلاعاتو شعبې آئي ايس پي آر مشر ليفټيننټ جنرل احمد شريف چودهري سخت ردعمل مې ته راغلې دې ۔
د پاک فوج ترجمان وئيلي دي چې شايد د بهارت خپلې تباه شوې جنګې طيارې هيرې شويدي، که چرې دجنګ نوې دور شروع شو نو پاکستان به هم چرې پشا نشي، او مئي جنګ نه به هم ورله سخت او خُله ماتې جواب ورکولې شي ۔
ترجمان وئيلي چې مونږ به پورا د طاقت او عزم سره هندوستان ته يو وارې بيا غاښ ماتي جواب ورکوؤ، د بهارتي فوج مشر جنرل اپيندرا دويدي وئيلي وو که پاکستان مستقبل کښې کوم نوې تنازعې ته هوا ورکړه نو مونږ به صبر و تحمل مظاهره نۀ کوو، څنګه چې آپريشن سندور دوران ښودلې شوې وه ۔
آئي ايس پي آر وينا وه چې بهارتې سيکيورټې ادارو اشتعال انګيز بيانات مو انتهائي د تشويش سره نوټ کړېدي ،داسې ښکاري چې بهارت خپل تباه شوي جنګې جهازونه او د پاکستان جديد وسلې تباهۍ هيرې کړي، د بهارت ياددشت خراب شوې او يو نوې تصادم خواهش کښې اخته دې ۔
ترجمان پاک فوج وئيلي چې د بهارت بيانونو په نظر کښې واضحه خبردارې ورکوؤ چې د مستقبل تنازع به تباه کن نتيجو وجه جوړه شي، که چرې د جنګ نوې دور شروع شو نو پاکستان به هم د مخکښې نه سخت جواب ورکوي، مونږ به پورا د طاقت او عزم سره غاښ ماتې جواب ورکوؤ ۔
آئي ايس پي آر زياتوي چې دا صورتحال جنوبي ايشيا کښې امن و استحکام لپاره سنګين تنائجو وجه جوړيدېشي، بهارت څو لسيزو راهسې د مظلوميت کارډ استعمالولو سره فائدې پوره کړيدي،بهارت منطقه کښې تشدد ته هوا ورکړې او ترهه ګرو سرپرستې هم کوي ۔
ترجمان پاک فوج وئيلي چې د بهارت دا بيانيه کافي حده پورې بےنقابه شويده، نړۍ هم دا خبره منلې چې بهارت په نړيواله سطح ترهه ګر ملک دې، بهارت اوس علاقائي عدم استحکام مرکز تسليم شوې دي ۔