نائب وزيراعظم اسحاق ډار وئيلي دي چې غزه متعلق د صدر ټرمپ لخوا مجوزه منصوبه زمونږ لخوا ورکړي شوي نکاتو مطابق نه ده، اقوام متحده، يورپي يونين، او يوشمير نورې عالمي ادارې غزه کښې امن قائمولو کښې په مکمله توګه ناکام شويدي ۔
اسلام آباد: دا څرګندونې نائب وزيراعظم او وزيرخارجه اسحاق ډار قامي اسمبلې ته خطاب دوران کړي دي ۔
اسحاق ډار وينا وه چې کوم ډرافټ مونږ تيار کړې وو، دفترخارجه پۀ هغې باندې بريفنګ هم ورکړې، د صدر ټرمپ لخوا وړاندې کړې شوي شل نکات زمونږ د ډرافټ سره سمون نۀ خوري ۔
هغۀ مخکښې اووئيل چې غزه کښې د مکمل جنګ بندۍ ضرورت دې، مسئله فلسطين باندې د سياست کوؤلو هيڅ ګنجائش نيشته ۔
وزير خارجه زياته کړې چې فلسطين متعلق زمونږ هاغه پاليسي ده، کومه چې د قائد اعظم محمد علي جناح پاليسې وه ، او دې کښې هيڅ بدلون نۀ دې راغلې ۔
اسحاق ډار دا هم اووئيل چې د ضرورت پر وخت کښې چين د پاکستان سره هميشه ولاړ وي، سعودي عرب سره هم زمونږ دفاعي تعلقات د چا نه پټ نۀ دي ۔