پاکستان کښې سيلاب نه متاثره خلقو لپاره د چين څخه نور امدادي سامان اسلام آباد ته رارسيدلې دې، دغه سامان کښې خيمې او کمبلې شامل دي ۔
اسلام آباد: د چين طرف نه پاکستان کښې سيلاب ځپلو سره د امداد لړۍ جاري ده، دې لړ دوه نور جهازونه د چين نه اسلام آباد ته رارسيدلي دي ۔
د چين امدادي سامان باندې مشتمل دوه نور خصوصي پروازونه نور خان ايئر بيس ته راغلي دي ۔
د نيشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتهارټي چيئرمين ليفټيننټ جنرل انعام حيدر د چيني پروازونو هرکلې کړې او امدادي سامان ئې وصول کړې دې ۔
په دې موقع نور چارواکي او پاکستان کښې د چين سفير هم موجود وو ۔