وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې ملکي معيشت مشترکه کوششونو لوجې مستحکم شوې او د بهترۍ په لور روان دې، بهر ملکونو کېښ ميشتۀ پاکستان د پاکستان قيمتي اثاثه ده، دوي بهر ملکونو کښې د ملک نوم روښانه کوي ، وزيراعظم مطابق د پاکستان او امريکې اړيکو کښې ډېره بهتري راغلې او اوس دواړه ملکونو يو بل ته نور نيزدې کيږي ۔
لندن کښې پاکستاني کميونټي ته خپله وينا کښې وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې د پاکستان معاشي بهترۍ کښې اوورسيز پاکستانيان غوره کردار ادا کوي ۔
وزيراعظم اووئيل چې بهر ملکونو کېښ ميشتۀ پاکستانيان د ملک قيمتي اثاثه ده، دوه د ملک نوم د نړۍ ګوټ ګوټ کښې روښانه کوي ۔
وزيراعظم مخکښې اووئيل چې زمونږ د ټولو مشترکه کوششونو سره د ملک معيشت د بهترۍ طرف ته روان دې، او دا د بهترين ټيم ورک نتيجه ده ۔
د وزيراعظم وينا وه چې عسکري، سفارتي او معاشي ميدان کېښ پاکستان ته لوئې کاميابۍ ميلاؤ شويدي ، جنرل اسمبلۍ کېښ مې د پاکستان بهترينه مقدمه پيش کړېده ۔
وزيراعظم دا هم اووئيل چې د پاکستان او امريکې اړيکو کښې ډېره بهتري راغلې او اوس دا دواړه ملکونو يو بل ته نور نيزدې کيږي ۔