د بنو په ډوميل سيمه کښې د نامعلومه وسله والو په ډزو يو پوليس اهلکار شهيد شويدې د پيښې وروستو پوليس سيمه ولقه کښې اخستې او سرچ آپریشن ئې شروع کړيدې ۔
بنو: پوليس ذرائعو وئيلي چې ډوميل بازار کښې نامعلومه وسله والو په پوليس اهلکار ډزې کړي دي ۔
ذرائعو وئيلي چې د نامعلومه کسانو ډزو په نتيجه کښې پوليس اهلکار عبدالقدوس سخت ژوبل شوې وو ۔
ژوبل اهلکار ريسکيو ټيم ډوميل آر ایچ سي هسپتال ته منتقل کړيې وو ولې هغۀ هسپتال کښې ساه ورکړې او شهيد شويدې ۔
د پيښې وروستو ملزمان تښتیدلي ، پوليس سيمه خپله ولقه کښې اخستې او ډزوع کښې ککړ ملزمانو خلاف ئې سرچ آپریشن شروع کړې دې ۔