حکومت راتلونکي پينځلس ورځو لپاره د پټروليم مصنوعاتو د نوې قيمتونو اعلان کړې،حکومت د پټرولو موجوده نرخ برقرار ساتلو فيصله کړې، ډيزلو قيمت کښې دوه روپې اتۀ اوويا پيسې في لټر اضافه کړې شوېده ۔
اسلام آباد: د خزانې وزارت طرف نه جاري شوې نوټيفکيشن ترمخه د پټرولو موجوده قيمت دوه سوه څلور شپيتۀ روپې، يو شپيته پيسې في ليټر برقرار ساتلې شويدې ۔
اعلاميې ترمخه هائي سپيډ ډيزلو قيمت کښې دوه روپې اتۀ اوويا پيسې في ليټر اضافه کړې شوېده، چې ورسره د هائي سپيډ ډيزلو نوې نرخ دوه سوه، دوه اوويا روپې اووۀ اوويا پيسې في ليټر مقرر کړې شوېدې ۔
خزانے وزارت د پيټروليم مصنوعاتو قيمتونو نوټيفکيشن جاري کړېدې، نوټيفکيشن مطابق د پټروليم مصنوعاتو نوې نرخونه نن څخه يعنې شپاړسم ستمبر نه عملي کړې شويدي ۔