دخېبر پښتونخوا دوه ضلعو کښې د ترهه ګرو خلاف سيکيورټي فورسز کاميابې کاروائيانې کړي چې پکښې يو ديرش ترهه ګر وژلي شويدي،، آئي ايس پي آر ترمخه اولنۍ کاروائي بنو کښې شوې چې پکښې اوولس ترهه ګر وژلي شوي، دوئمه کاروائي لکي مروت کښې شوې، دې آپريشن کښې څوارلس خپل انجام ته رسولي شويدي،آئي ايس پي آر مطابق دا علاقې د شرخوښو نه صفا کولو لپاره کلئير آپريشن جاري دے ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې سيکيورټي فورسز د خېبرپښتونخوا دوه ضلعو کښې د ترهه ګرو موجودګۍ په خفيه کاميابۍ کاروائيانې کړي دي ۔
آئي ايس پي آر مطابق دغه کاروائيانې لکي مروت او بنو کښې شوي چې پکښې په مجموعي توګه يو ديرش ترهه ګر وژلي شويدي ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې سيکيورټي فورسز لکي مروت کښې په خفيه اطلاع شوې کاروائۍ کښې اوولس بهارتي سپانسرډ ترهه ګر وژلي شويدي ۔
د آئي ايس پي آر مطابق دوئمه کاروائي ضلع بنو کښې ترسره شوې چې پکښې څوارلس پورې ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شوي دي ۔
آئي ايس پي دا هم وئيلي چې دواړه کاروائېانې ديارلسم او څوارلسم ستمبر دوران شوي، او پاک فوج د ملک نه د ترهه ګرۍ ناسور ختمولو لپاره پرعزم دې ۔